خبری اعلامیه

د سیمه ییزه ارګانونو د خپلواکې ادارې د مطبوعاتی دفتر

دسیمه ییزه اورګانونو خپلواکه ادارې د هرات ښاروالۍ د اړوندانو او چارواکو د فساد په اړه معلوماتو ترلاسه کولو سره سم، د موضوع څېړلو په موخه ددغې ادارې د کورنۍ پلټنې پلاوی هرات ته واستاوه.
د هرات د محلی ادارې او یاد ولایت امنیت ادارې په مرسته، استول شوی پلاوی، د دیارلس زره امریکایی ډالرو بډو اخستلو پر مهال، لاس په لاس ونیول شو.
اوس مهال د فساد دغه پېښه کې د نورو ککړو افرادو د نیولو هڅه روانې دی.
د سیمه ییزه اورګانونو خپلواکه اداره، د هرات ادارې، ملی امنیت او هرات ښاروالی څخه د فساد ددغې پېښې د نیولو په کار کې مرستې په خاطر مننه کوی.
دغه اداره تعهد سپاری، چې د فساد پر ضد به کلکه مبارزې کوی.
اداره له خپلو خلکو، مدنی ټولنو، رسنیو څخه هیله کوی، چې د فساد په اړه خپل معلومات او شواهد، په هره طریقه چې کولای شی، له دغې ادارې سره شریک کړی.
البته د راپور ورکوونکی نوم به پټ ساتل کېږی او اداره به یې له کار څخه منندوی ه وی.
دغه اداره د فساد ضد ستراتیژۍ له مخې مفسد وکړی، د قانون له مخې عدلی ارګانونو ته سپاری.
د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکه ادارې لوی رئیس، عبدالمتین بیک وایی:
«اعلانو، هغوی، چې د مفسیدینو نیولو کې مرسته وکړی، تشویق به شی. او مفسدین به خامخا په جزا رسول کېږی.»
د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکه ادارې مطبوعاتی دفتر.