په لغمان کې د سولې د ټینګښت او د غاصبینو او زورواکو پروړاندې د نظام د دریځ په ملاتړ پراخه ولسی غونډه جوړه شوه

په لغمان کې د سولې او امن د ټینګښت لپاره د روانو هلو ځلو، د امنیتی او دفاعی ځواکونو د قربانیو او سرښندنو د قدردانۍ او دغه راز د غاصبینو او زورواکو پر وړاندې د ملی یووالی د حکومت په ځانګړې توګه د ولسمشر محمد اشرف غنی د قاطع دریځ په ملاتړ پراخه ولسی غونډه جوړه شوه، چې د لغمان والی محمد اصف ننګ، د ولایت د مرستیال الحاج شهزاده مظلوم او د ولایت د ملکی ادارو د یو شمېر مسولینو تر څنګ په کې د مرکز په ګډون د پینځه ګونو ولسوالیو دینی عالمانو، قومی او جهادی مشرانو، مېرمنو، ځوانانو، مدنی فعالانو او ژورنالېستانو ګډون درلود.

په غونډه کې د لغمان والی، د ولایت مرستیال او یو شمیر دینی علماو خبرې وکړی په خپلو خبرو کې د سولې په تړاو د روانو هلو ځلو او دغه راز د غاصبینو او زورواکو پر وړاندې د هېواد د ولسمشر د قاطع دریځ ستاینه او ملاتړ وکړ.