کونړ والی : د ټولګټو پروژو پلی کېدو پروړاندې هر ډول ننګونې به لمنځه یوسی .

د کونړ والی عبدالستار میرزکوال د مناګی برېښنا بند د چارو تعقیب او د برېښنا شبکې فعالولو د سروې او ډیزاین د پیل په تړاو نن سې شنبه د امین کاپسا او سوپرېم شرکتونو له مسوولینو سره ناسته وکړه او د پروژو د روان کاری بهیر ګړندیتوب په برخه کې یې د مسوولینو نظریات او وړاندیزونه واورېدل .
او همدا راز والی وویل چې د ټولګټو پروژو پلی کېدو لپاره یې د ولسونو په همکارۍ ښه زمینه برابره کړې،شرکتونه مکلف دی ،چې د قرار داد سره سم په ټاکلی موده کې چارې بشپړې کړی.

د مناګی برېښنا بند جوړیدو ترڅنګ وټه پور او پېج درې ولسوالیو کې د برېښنا د پایو او لاینونو غځولو نوې پروژه چې په راتلونکو دوه میاشتو کې د سروې او ډیزاین چارو بشپړېدو وروسته به د شبکې فعالولو عملی چارې پیل شی.