غزنی کې د یوه ښځینه ورزشی جمنازیوم د بنسټ ډبره کیښودل شوه

په غزنی ولایت کې د لومړی ځل لپاره، د یوه ښځینه معیاری جمنازیوم د بنسټ ډبره کیښودل شوه چې ورسره به په دی ولایت کې ښځینه ورزشکارانو ته د لوبو او ورزشی تمریناتو لپاره خوندی او مصئون ځای واوسی.
دغه جمنازیوم د استازندویې کمیټی په هڅه د ښځو چارو ریاست لخوا ښځینه ورزشکارانو ته رغول کیږی.
د غزنی ولایت د مسولینو په وینا د دغه جمنازیوم د رغولو لپاره اولس ملیونه اته سوه دوه نوی زره افغانۍ(‎۱۷۸۹۲۰۰۰) لګښت رازی، چې د ښځو چارو وزارت له پراختیایې بودیجی څخه رغول کیږی.
دغه جمنازیوم په ۱۴۰ متر مربع مساحت کې دغزنی ښار اړوند په زنانه باغ(علی لالا) کې رغول کیږی او د۲۱۰ تنو سیلانیانو ظرفیت لری، چې د معیاری حمامونو، تشنابونو، د لباس بدلولو اتاق، تخنیکی اتاق او د داورانو د کیناستلو د ځایونو درلودونکی دی