د پکتیا ولایت په وزې ځدراڼ او شواک ولسوالیو کې د ولسی تړون پروګرام پیل شو.

د پکتیا ولایت په وزې ځدراڼ او شواک ولسوالیو کې د ولسی تړون پروګرام پیل شو.
سلاکار وزیر او پکتیا والی ښاغلی شمیم خان کټوازی نن د پکتیا ولایت وزی ځدراڼ او شواک ولسوالیو ته سفر وکړ چې له پلاوی سره په دې سفر کې ددې ولایت د ملی امنیت ریس ، امنیه قوماندان ، ولایتی شورا ریس ، د عامې روغتیا ریس ، د کلیو پراختیا ریس ، د ولسی تړون پروګرام ولایتی مسؤل او د پوهنې ریس ملتیا کوله، والی او ورسره مل پلاوی لمړی په وزی ځدراڼ ولسوالی کې په یوه ولسی غونډه کې ددې ولسوالی له قومی مخورو سره وکتل، د امنیت، بیارغونې، پوهنې، روغتیا او کرنې په برخو کې یې د دوی ستونزی واورېدې. دا راز والی د سولې، امنیت، بیارغونې او په ځانګړی ډول د پوهنې په برخه کې د خپل توان په حد کې د دوی د ستونزو د هوارولو ژمنه وکړه او ویې ویل چې د سږ کال په اوږدو کې به په ځدراڼ مېشتو دریو ولسوالیو (وزې ځدراڼ، ګرده څېړۍ او شواک) ولسوالیو کې شپږ بابه نوی ښوونځی په پاخه او اساسی ډول جوړ شی او د راتلونکی کال لپاره به مو هڅه دا وی چې ددې ولسوالیو لپاره په تعلیمی برخه کې زیات کار وکړو. له غونډې وروسته پکتیا والی او ورسره تللی پلاوی په وزی ځدراڼ ولسوالی کې د ولسی تړون پراګرام د پرانیستی پټۍ پرې کړه او ورپسې یې د شاوخوا ۹ نهه ملیونه افغانیو په ارزښت په میټی سیمه کې د روغتیایی مرکز ډبره کېښودل شوه.
والی په شواک ولسوالی کې په هغه ولسی غونډه کې ګډون وکړ چې ددې ولسوالی د قومی مخورو له خوا د ولسوالی په انګړ کې جوړه شوی وه په شواک ولسوالی کی هم د ولسی تړول پروګرامونه په رسمی ډول پرانستل شول او په شواک ولسوالی کې د شابک روغتیایی مرکز ډبره کېښودل شوه، دا روغتیا مرکزه به د نهنه ملیونه افغانیو په لګښت جوړ شی.