د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې (۴۱۶) متره محافظوی دیوال د رغولو چارې پیل شو

د ارزګان مرکز ترینکوټ شمال طرف چرمګر سیمه کې د (۱،۷) میلیونه افغانیو په ارزښت د استنادی دیوال درغولو چارې پیل شوې.
د ارزګان والی محمد شفیق اسدالله سعید وایی د یاد دیوال په رغولو سره به سلګونه جریبه ځمکه خړوبه او خلکو ته به پکې دکار زمینه برابره شی.
دغه پروژه دارزګان ولایت د انکشاف دهات ریاست په همکاری او د ولسی تړون ملی پروګرام په مالې مرسته جوړیږی.