د سیمه ییزو ارګانونو ادارې د پالیسۍ معین ډاکتر تیمور شاران د ملی دفاع وزیر په مشرۍ د یوه جګپوړی دولتی پلاوی سره غزنی ته سفر وکړ.

ددې سفر موخه د غزنی ولایت د امنیتی وضعیت څیړل او په دغه ولایت کې د شته ستونزو ارزونه او ورته رسیدګی په ګوته شوې ده.
د ملی دفاع وزیر ډګرجنرال طارق شاه بهرامی، غزنی کې میشتو امنیتی ځواکونو ته په وینا کې د هغوی له سرښندنو او د دښمن پر وړاندی یې له مبارزو څخه قدردانی وکړه.
هغه وویل: (( موږ نن راغلی یو څو په غزنی کې د امنیتی قوتونو ستونزې او غوښتنې مخامخ واورو او ورته رسیدګی وکړو، ترڅنګ به یې امنیتی وضعیت وڅیړو او وروسته به یې د سمون لپاره لازم اقدامات ترسره کړو.))
د غزنی والی الحاج وحیدالله کلیمزی په دغه ناسته کې د دی ولایت موجوده امنیتی تشکیل خورا کم وباله او هیله یې څرګنده کړه څو اړونده وزارتونه په غزنی ولایت کې شته امنیتی ننګونو او پراخ مساحت ته په کتو د امنیتی ځواکونو تشکیلات ډیر کړی.
د سیمه ییزو ارګانونو ادارې د پالیسۍ معین ښاغلی ډاکتر تیمور شاران هم ددې ولایت د حکومتوالۍ د اړوند چارو په اړه د غزنی له سیمه ییزو مسئولینو سره خپل نظر شریک کړ او وویل، هغه مسایل، چې د حکومتوالۍ په برخه کې د سیمه ییزو ارګانونو ادارې مربوط کیږی په اړه به یې لازم اقدامات ترسره شی.