ډاکتر نقیب الله فایق د فاریاب د نوی والی په توګه پر دنده وګمارل شو

د جمهوری ریاست د عالی مقام د حکم په اساس ډاکتر نقیب الله فایق د فاریاب ولایت د نوی والی په توګه پر دنده وګمارل شو او نن د پنجشنبې په ورځ د سیمه ییزو ارګانونو ادارې د عمومی رئیس ښاغلی عبدالمتین بیک له لوری ددغه ولایت خلکو ته ور وپیژندل شو او رسما یې خپله دنده پیل کړه.
د سیمه ییزو ارګانونو ادارې عمومی رئیس ښاغلی نقیب الله فایق ته د فاریاب د والی په توګه د نوې دندې مبارکی ورکړه او په ورسپارل شوی مسئولیت کې یې ورته د بریالیتوب هیله وکړه.
ښاغلی عبدالمتین بیک د فاریاب د مخکینی والی د خدمتونو قدردانی وکړه او همدارنګه یې ددغه ولایت له خلکو وغوښتل تر څو د حکومتوالۍ په چارو، د امنیت په ټینګښت او د ولایت په ټولو ولسوالیو کې د متوازن انکشاف په برخه کې له نوی والی سره هم همکاری وکړی.
ډاکتر نقیب الله فایق تر دې مخکې د نورم او سټنډرډ ادارې رئیس او تر هغه وړاندې په ولسی جرګه کې د فاریاب د خلکو استازی وو.

د سیمه ییزو ارګانونو ادارې مطبوعاتی دفتر