لغمان ولایت ته د جمهور رئیس سفر

جمهور رئیس محمد اشرف غنی له ننګرهار ولایت وروسته لغمان ولایت ته د یو لوړ پوړی پلاوی په مشرۍ سفر وکړ. په دغه سفر کې له جمهور رئیس سره د سیمه ییزو ارګانونو ادارې عمومی رئیس ښاغلی عبدالمتین بیک هم ملګری وو.
جمهورئیس محمد اشرف غنی لغمان ته د خپل سفر په ترڅ کې د ۷۶۳ میلیون افغانیو په ارزښت د۵۱ بشپړې شویو پروژو د پرانیستو تر څنګ د یو میلیارد او ۲۷۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ۴۷ نویو پروژو د بنسټ ډبرې کېښودې.
جمهور رئیس په دغه سفر کې د لغمان ولایت له بېلابېلو قشرونو سره وکتل او په جلا جلا غونډو کې یې د دوی غوښتنې او وړاندیزونه وراوریدل.
د لغمان ولسونو له جمهور رئیس څخه مننه وکړه، چې دغه ولایت ته یې سفر وکړ او د دوی غوښتنې او وړاندیزونه یې له نږدې واوریدل.
دوی د جمهور رئیس د سولې له طرحې او ټولو اقتصادی برنامو بشپړ ملاتړ وکړ د ښې حکومتوالۍ په برخه کې یې د حکومت له کړنو څخه قدردانی وکړه.
دوی د حکومت او د جمهوررئیس د سولې له طرحې ملاتړ وکړ او وې ویل د لغمان ولسونه سوله غواړی او په دې برخه کې له حکومت سره هر ډول همکاریو ته چمتو دی.
ورپسې د لغمان فرهنګیانو او د اطلاعاتو فرهنګ ریاست کارکوونکو د سولې، ابادۍ او د خلکو د سوکالۍ په موخه د جمهوررئیس د هڅو د ستایلو په خاطر هغه ته د افغانستان نقشه ډالۍ او د عزت پګړۍ ورپه سر کړه.
وروسته جمهوررئیس غنی په خپلې وینا کې د لغمان له ولسونو مننه وکړه چې خپل بچیان یې د امنیتی او دفاعی ځواکونو لیکو ته استولی، هغه له وطن او خلکو څخه په دفاع کې د لغمانیانو قربانۍ او هڅې وستایلې او زیاته یې کړه: د ټولو لغمانیانو، میندو او پلرونو څخه مننه کوم چې په هره برخه کې یې ښه کادرونه روزلی دی او دا زما لپاره تر ټولو ښه تحفه ده.
جمهور رئیس له درېیمې درجې څخه دویمې ته د لغمان ولایت د خلکو غوښتنه په ځای وبلله او وې ویل دا غوښتنه راته منظوره ده او د سیمه ییزو ارګانونو ادارې عمومی رئیس عبدالمتین بیک ته یې لارښوونه وکړه چې دویمې درجې ولایت ته د لغمان د ارتقا ټول پړاوونه طی مراحل کړی او له دې وروسته ورته د دویمې درجې ولایت امتیازات ورکول شی.
ښاغلی ولسمشر د لغمان ولایت د اداری واحدونو د زیاتوالی په اړه وویل، په دې اړه باید څیړنه وشی او د هغې د زیاتولو لپاره اصول او مقررات شته چې د هغې په اساس به اقدام کېږی. هغه زیاته کړه، په سړکونو باندې څیړنې روانې دی او لغمان ته د لمریزې برېښنا پروژه هم په پام کې نیول شوې ده او د هوایی ډګر د جوړولو لپاره هم یوې کمپنۍ سره خبرې شوې دی چې امکانات یې وسنجوی.
هغه همدارنګه وویل اوس چې سل بستریز روغتون افتتاح شو، د روغتیا د وزیر او معین کار زیاتېږی، ځکه دا روغتون اوس ډاکټران، امکانات او د خدمتونو وړاندې کول غواړی، دغه راز لکه د ولایت ودانۍ چې جوړه شوه اوس حفظ او مراقبت ته اړتیا لری له دې ټولو څخه اوس باید د ولس په ګټه کار واخیستل شی.
جمهور رئیس د خپلو خبرو په پای کې د امنیتی او دفاعی مسوولانو څخه مننه وکړه چې د دوی د هڅو له برکته د لغمان په امنیتی وضعیت کې مثبت تغییر راغلی دی. هغه ټینګار وکړ، که موږ ملی وحدت او اتفاق ته ملا وتړو، هره ستونزه حلولی او پرې لاسبری کېدای شو.
له عمومی جلسې وروسته جمهور رئیس، د لغمان له ولسوالانو، د دینی عالمانو، مېرمنو، د پوهنتون او معارف د استادانو او دغه راز د ځوانانو، مدنی فعالانو او ژورنالېستانو سره په جلا جلا کتنو کې د ولایت د انکشاف، ښې حکومتوالۍ او امنیت په برخو کې د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه له نېږدې واورېدل او په تړاو یې په بېلا بېلو برخو کې د هغوی د وړاندیزونو د تطبیق په اړه د هڅو او تلاش ډاډ ورکړ.