د سیمه ییزو ارګانونو ادارې د پلان او پالیسۍ رئیس رسماً خپله دنده پیل کړه

محمد حامد کریمی د سیمه ییزو ارګانونو ادارې د پلان او پالیسۍ ریاست د سرپرست په توګه نن چهارشنبه د ۱۳۹۷ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په ۱۳ مه نېټه رسماً خپله دنده پیل او ددغې ادارې د مشرتابه له لوری د یاد ریاست کارکوونکو ته ور وپیژندل شو.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې لومړی د استخدام رئیس محمد اکبر دشتی له لوری د ښاغلی حامد کریمی د ګمارنې په اړه د جمهوری ریاست د عالی مقام حکم ولوستل شو.
ورپسې د سیمه ییزو ارګانونو ادارې د پالیسۍ او مسلکی چارو معین ډاکتر تیمور شاران خبرې وکړې او ښاغلی کریمی ته یې د نوې مسئولیت مبارکی ورکړه او په چارو کې یې ورته د بریالیتوب هیله وکړه.
ښاغلی شاران وویل، د سیمه ییزو ارګانونو رهبری د خپلو کارمندانو د تشویق او ارتقاء پروسې پیاوړتیا ته ژمنه ده او هڅه کوی، چې دغه فرهنګ په خپلو اړوند ټولو ادارو کې پیاوړی کړی. د هغه په وینا حامد کریمی د پلان او پالیسۍ ریاست یو فعال او مسلکی کارمند وو او په دې اساس د یاد ریاست د رئیس په توګه پر دنده وګمارل شو.
نوموړی هیله څرګنده کړه، چې نوی رئیس به د سیمه ییزې حکومتولۍ د پالیسۍ په تطبیق کې اغیزمن اقدامات ترسره کړی.
د سیمه ییزو ارګانونو ادارې د پالیسۍ او مسلکی چارو د معین ترڅنګ ددغې ادارې د ښاروالیو چارو معین عبدالباقی پوپل هم د ښاغلی کریمی ګمارنه یو پر ځای اقدام وباله او هیله یې څرګنده کړه، چې نوموړی به د محلی حکومتوالۍ د پالیسیو او پلانونو او همدارنګه له نورو نهادونو سره د اړوند چارو د همغږۍ په برخه کې اغیزمن او مثبت رول ولوبوی.
پوپل وویل، د سیمه ییزو ارګانونو اداره د خپلو کارمندانو ارتقاء او ظرفیت لوړونې ته خاصه پاملرنه لری او دا چاره یې په اساسی لومړیتوبونو کې ځای لری.
په ورته وخت کې محمد حامد کریمی هم د ادارې له مشرتابه مننه وکړه، چې پر نوموړی یې ددغه لوی مسئولیت باور کړی او ډاډ یې ورکړ، چې په ورسپارل شوی مسئولیت او اړوند چارو کې به نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړی تر څو د سیمه ییزې حکومتوالۍ د پلان او پالیسۍ چارې په ټولو محلی ادارو کې په اغیزمنه بڼه تطبیق شی.
محمد حامد کریمی له تیرو دریو کلونو راهیسې په دغه ریاست کې د مشاور په توګه دنده اجراء کوله. نوموړی د سیمه ییزې حکومتوالۍ په اړوند برخو کې د کارکولو لس کلنه تجربه او د مدیریت په برخه کې لوړې زده کړې لری.