جمهوررئیس محمد اشرف غنی ننګرهار ولایت ته له دوه ورځینی سفر وروسته نن مازدیګر د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار ته ورسېد.

په دغه سفر کې له جمهور رئیس سره د سیمه ییزو ارګانونو ادارې عمومی رئیس عبد المتین بیک هم ملګری دی.
جمهوررئیس غنی دغه ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د لغمان سل بستریز روغتون د پرانستې ترڅنګ د افغانستان د ملی بیرغ په پورته کولو او پټۍ په پری کولو سره یې د ولایت د مقام نوې ودانۍ هم پرانېسته.
جمهوررئیس غنی به د دغه سفر په ترڅ کې له ملکی او نظامی مسئولینو، د مختلفو قشرونو له استازو، ښځو، ځوانانو، علمای کرامو او د پوهنتون او ښوونځیو له استادانو سره جلاجلا کتنې ولری.