ننګرهار ولایت ته د جمهور رئیس سفر

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غنی د یوه لوړ پوړی پلاوی په مشرۍ د روان ۱۳۹۷ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په ۱۰ نېټه ننګرهار ولایت ته سفر وکړ.
په دې سفر کې له جمهور رئیس سره د سیمه ییزو ارګانونو ادارې عمومی رئیس عبدالمتین بیک هم ملګری و او د جمهور رئیس سره یې په دغه ولایت کې په جوړو شوو بېلابېلو غونډو کې ګډون وکړ.
جمهور رئیس د یاد سفر پر مهال لومړی د ننګرهار شاهی ماڼۍ ته ولاړ او هلته د یاد ولایت د مسئولینو، قومی مشرانو، علماوو، ځوانانو، میرمنو او ماشومانو له لوری یې تود هرکلی وشو.
د هېواد جمهور رئیس همدارنګه په ننګرهار کې د جوړیدونکی زر بستریز روغتیایی کمپلیکس د بنسټ ډبره هم کیښوده او د ختیځ زون خلکو ته یې ددغه لوی او بنسټیز روغتیایی مرکز د رغونې د چارو د پیل مبارکی ورکړه.
جمهور رئیس محمد اشرف غنی له دې وروسته د یاد ولایت په شاهی ماڼۍ کې جوړې شوې لویې ولسی غونډې ته وینا وکړه او د ننګرهار ولایت د بېلابېلو سیمو له خلکو سره یې د سولې په اړه خپلې خبرې شریکې کړې.


ورپسې جمهور رئیس په شاهی ماڼۍ کې د ننګرهار ولایت په ګډون د ختیځو ولایتونو د بېلابېلو ادارو له مسئولینو، امنیتی ځواکونو، د پوهنتون او ښوونځیو له استادانو، ځوانانو، علماوو، میرمنو او مدنی فعالانو سره په جلا جلا غونډو کې وکتل، د دوی نظرونه او وړاندیزونه یې واوریدل او خپلې لارښوونې او سپارښتنې یې ورسره شریکې کړې.
د ننګرهار خلکو له جمهور رئیس څخه مننه وکړه، چې دغه ولایت ته یې یو ځل بیا سفر وکړ او د خپل سفر په ترڅ کې یې د ختیځو ولایتونو د بېلابېلو قشرونو له خلکو سره وکتل، د دوی غوښتنې او وړاندیزونه یې له نږدې واوریدل او خپلې لارښوونې یې ورسره شریکې کړې.
د ختیځو ولایتونو ولسونو د سولې په برخه کې د جمهور رئیس هڅې وستایلې او نوموړی ته یې د سولې د اتل لقب ورکړ. یادو ولسونو د هېواد جمهور رئیس ته په دې اړه هغه لیک هم ډالۍ کړ، چې د سل ګونو خلکو له لوری لاسلیک شوی وو.