دافغانستان اسلامی جمهور رئیس محمد اشرف غنی، له والیانو سره د کتنو په لړ کې، د فاریاب له والی عبدالحق شفق سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې،  د سیمه ییزه اورګانونو ادارې لوی رئیس عبدالمتین بیګ هم ګډون درلود، د فاریاب والی جمهور رئیس ته ډاډ ورکړ چې، د ترلاسه شوو تجربو په بنسټ به د فاریاب ولایت  د بیا رغونې، د امنیت ټینګښت او ښې حکومتوالی په برخو کې هلې ځلې وکړی.

جمهور رئیس د ښاغلی شفق د نوې مسولیت د مبارکۍ تر څنګ په چارو کې  ورته د بریالیتوبونو هیله وکړه.