د لسو ولسوالیو لپاره د نویو ولسوالانو د ګمارنې تحریري ازموینه ترسره شوه


د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون په ګډه همکارۍ په اتو ولایتونو کې د لسو ولسوالیو لپاره د نویو ولسوالانو د ګمارنې تحریري ازموینه ترسره شوه.
په دې پړاو کې به د بلخ ولایت چارکنت او خلم ولسوالیو، د بادغیس ولایت د آب قمري ولسوالۍ، د جوزجان ولایت خانقا ولسوالي، د بدخشان ولایت د کوفاب ولسوالۍ، د خوست ولایت د قلندر او موسی خیلو ولسوالیو، د بامیان ولایت د کهمرد ولسوالۍ او د کونړ ولایت د وټه پور ولسوالۍ لپاره نوي ولسوالان وټاکل شي.
دغه ازموینه د روان ۱۳۹۶ لمریز کال د کب میاشتې په ۲۰ مه نېټه د اداري اصلاحاتو کمیسیون د غونډو په تالار کې واخیستل شوه.
دې ازموینې ته ټول ۱۳۶ کسان شارت لیست شوي دي او په آزموینه کې یې ګډون کړی وو.


د ازموینې په پرانیست غونډه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون د تعیناتو د بورډ مشر دوکتور نحیب الله امین او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مالي او اداري معین روح الله نیازي هم ګډون کړی وو.
ښاغلي نجیب الله آمین وویل، کوم کسان چې په دغه آزموینه کې ګډون لري ټول یې د اداري اصلاحاتو کمیسیون او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د استخدام پروسې د ځانګړو طرز العملونو پر اساس انتخاب شوي دي.
نوموړي ټولو ګډونوالو ته ددې آزموینې د پاتې مراحلو د شفافیت ډاډ هم ورکړ او زیاته یې کړه، یوازې هغه کسان به بریالي اعلان شي، چې وړتیا ولري او د آموزینې ټول معیارونه پوره کړي.
په ورته وخت کې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مالي او اداري معین ښاغلي روح الله نیازي وویل، د ولسوالیو بستونه د سیمه ییزې حکومتوالۍ کلیدي بستونه بلل کیږي او د مرکزي حکومت لپاره ځانګړی ارزښت لري، نو په دې اساس د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره هڅه کوي، چې د ولسوالیو لپاره په معیارونو برابر او داسې کسان بریالي اعلان کړي، چې وړتیا ولري او په ولسوالیو کې د ښې حکومتوالۍ د رامنځته کیدو، د خلکو او دولت ترمنځ د اړیکو د ټینګښت او په ولسوالیو کې دخدماتو د متوازنې عرضې استعداد ولري

.
ښاغلي نیازي هم د آزموینې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې د آزموینې په ټولو مراحلو کې به شفافیت ته بشپړ پام وکړي، هیچا ته به د مداخلې حق ورنکړي او یوازې هغو کسانو ته به د بریالیتوب حق ورکړي، چې د آزموینې په ټولو مراحلو کې یې وړتیا ښودلې وي او د ولسوالیو د مدیریت بشپړ قابلیت او استعداد ولري.
د یادولو وړ ده، چې دا ازموینه څلور مرحلې لري. لومړۍ مرحله د شارت لیست مرحله ده، دویمه مرحله د تحریري ازموینې مرحله ده، دریمه مرحله هم د تقریري امتحان یا انټرویو مرحله ده. ددغې دریو مرحلو تر بشپړیدو وروسته د هرې ولسوالۍ د بست لپاره دری تنه بریالي اعلانیږي، او د څلورمې مرحلې لپاره د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندیز کیږي. څلورمه مرحله د جلالتمآب جمهور رئیس په حضور کې ترسره کیږي او په دې مرحله کې به یوازې یو تن انتخاب او رسماً به اړوند ولسوالۍ ته د ولسوال په توګه ولیږل شي.