د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او ملي دفاع وزارت تر منځ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


۱۳۹۶/ کب/ ۱۳
ددې هوکړه لیک له مخې به دواړه لوري په ملي او سیمه ییزه کچه د اطلاع رسونې، عامه پوهاوي او د خلکو په ذهنیت جوړونه کې په ګډه کار کوي.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو معین ډاکتر تیمور شاران د یاد هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال وویل، که څه هم زموږ او دفاع وزارت ترمنځ اړیکي او ګډۍ همکارۍ اوږده سابقه لري خو په وینا یې چې ددې هوکړه لیک له مخې به یاد اړیکي او همکارۍ نورې هم ستراتیژیکې او اغیزمنې شي.


شاران د دفاع وزارت مسئولینو ته ډاډ ورکړ، چې ددغه هوکړه لیک ټول مواد به پخپل وخت تطبیق شي او د سیمه ییزې حکومتوالۍ محلي مسئولین به ددفاع وزارت سره د زهنیت جوړونې، له خلکو سره د ښو اړیکو په تامین، عامه پوهاوي، د نظامي عملیاتو په ښه ترسراوي، همغږۍ او د ملي امنیتي ځواکونو او خلکو ترمنځ د ښو اړیکو په جوړولو کې پوره همکاري وکړي.
په ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت د پالیسۍ او ستراتیژیکو چارو مرستیال احمد تمیم عاصي د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې سره د ښو اړیکو په لرلو خوښي څرګنده او زیاته یې کړه، چې یادې ادارې د ملي دفاع وزارت سره همیشه همکاري کړې او د مرکز او ولایتونو په کچه یې ورسره ښه همغږي لرلې ده.