د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه ادارې د اساسي قانون د تصویب څوارلسمه کلیزه ولمانځه

د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د چهارشنبې په ورځ د هېواد د اساسي قانون د تصویب څوارلسمه کلیزه او ملي اوونۍ ولمانځه.

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د مالي او اداري چارو معین عبدالمالک صدیقي، د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمیسیون غړي څارنپال عبدالحلیم معرفت الماس او ددغې ادارې یو شمیر رئیسانو او ګڼ شمیر کارکوونکو برخه اخیستې وه.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د مالي او اداري چارو معین یادې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، د افغانستان اساسي قانون د سیمې په کچه یو تر ټولو معتبر او غوره قانون دی او دا د ویاړ ځای دی، چې زموږ هېواد د یوه داسې قانون درلودونکی دی.

نوموړي زیاته کړه، د هېواد په اساسي قانون کې ټولو هېوادوالو ته مساوي حقونه ورکړل شوي او په هره ماده کې یې ټول اسلامي ارزښتونه او د هېواد ملي ګټې په نظر کې نیول شوې دي.

ښاغلي صدیقي وویل، د محلي ارګانونو خپلواکه ادارې ټول کار کوونکي د قانون تطبیق ته ژمن دي او هڅه یې داده، چې خپلې ټولې چارې د قانون په رڼا کې ترسره کړي.

په ورته وخت کې د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمیسیون غړي عبدالحلیم معرفت د قانون پر تطبیق کې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې هڅې وستایلې او په سیمه ییزه کچه د قانون په حاکمیت او تطبیق کې یې ددغې ادارې نقش مهم وباله.

د یادولو وړ ده، چې د افغانستان اوسنی اساسي قانون په ۱۳۸۲ لمریز کال کابل کې د جوړې شوې لویې جرګې له لوري په ۱۲ فصلونو او ۱۶۲ مادو کې د رایو په اتفاق تصویب او د انتقالي اسلامي دولت د رئیس له لوري توشیح شو.