محمد اصف ننګ د فراه پخوانی والي:

محمد اصف ننګ د فراه پخوانی والي:
د جلالتماب جمهور رئيس له اعتماد چې هميش يې پر ما درلودلی او د فراه په هکله يې له تصميم، چي زما آرزو او غوښتنه وه، د امتنان او سپاس قابل ده.
د فراه نوی والی، ښاغلي ډاکټر شاه جهان، چې ډير محترم، تجربه کار او با شخصيته انسان دی، ورته په دي ماموريت کې توفيق او بريا غواړم.
هيله من يم چې د فراه عزتمن ولس، چې ډيري ښکلي خاطري ترينه لرم، دوی به د وطن شرايطو ته په کتو سره له خپل نوي معزز والي صميمانه استقبال او قوی ملاتړ وکړي.
له فراهي ولس ډير منندوی يم چې په ټولو برخو کې يې د دولت له حاکميت او له زيربنايي پروژو؛ لکه بند بخش آباد، ملاتړ کړی او هم يې زه عاجز بنده د خپل خدمتګار په توګه برداشت کړی وم
.