د مرکزي او ختیځ زون د ښاروالیو د مشورتي شوراګانو کنفرانس پيل شو

۱۳۹۵/ کب / ۲۴
د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د ښاروالیو چارو معینیت له لوري د مرکزي او ختیځ زون د ښاروالیو د مشورتي شوراګانو لپاره جوړ شوی دوه ورځنی کنفرانس پیل شو.
دغه کنفرانس ته د یادو زونونو ښاروالان او د ښاروالیو د مشورتي شوراګانو غړي را بلل شوي دي.
د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د ښاروالیو چارو معینیت د ښاري حکومتوالۍ رئیس انجنیر نصیر حمیدي د کنفرانس په پرانیستونکې غونډه کې وویل، چې په دغه کنفرانس کې به د مرکزي او ختیځ زون د مشورتي شوراګانو شبکې جوړې او د مشورتي شوراګانو د فعالیت پر بېلابېلو اړخونو بحثونه وشي او په دې برخه کې به د شته ستونزو د حل په موخه ښاروالان او د شوراګانو استازي له یو بل سره خپل نظرونه او تجربې شریکې کړي.
ښاغلي حمیدي زیاته کړه، په شمال او لویدیځ زون کې د ښاروالیو د مشورتي شوراګانو شبکې رامنځته شوې او په پاتې زونونو کې به هم جوړې شي.
نوموړي وویل، د هېواد په کچه په
۳۳ لویو ښاروالیو او همدارنګه د ۴ ولسوالیو په ښاروالیو کې مشورتي شوراګانې تشکیل شوې او دا لړۍ دوام لري.
د حمیدي په وینا د ښاروالیو د مشورتي شوراګانو د شبکو په ایجاد سره به نه یوازې د ښاري ژوند په اړه مثبت فکر خپور شي بلکې د ښاري حکومتوالۍ په چارو کې به د ښاریانو مشارکت ته هم زمینه برابره شي.
ددغه کنفرانس په پرانیستونکې غونده کې د شهر ( SHAHAR ) او لوګو ( LOGO ) برنامو رئیسانو هم ګډون درلود او دواړو د خپلو خبرو پر مهال د ښاروالیو په چارو کې د مشورتي شوراګانو رول اغیزمن وباله او زیاته یې کړه، چې ددغه شوراګانو د شبکو په رامنځته کیدو سره به د ښاروالۍ او ښاریانو ترمنځ د چارو د بهبود او د ستونزو د حل په موخه همغږي زیاته او د ښاري خدمتونو عرضه به په شفافه او اغیزمنه توګه ترسره شي.
دوی وویل، چې په ښارونو کې د شوراګانو ایجاد د ښاري حکومتوالۍ په چارو کې عامو خلکو ته د مشراکت زمینه برابرول دي او دا کار د ښاري فرهنګ په خوندیتوب او د ښارونو د پراختیا سره ګټوره مرسته کولای شي. دوی دواړو ژمنه وکړه، چې په دې برخه کې به خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
د شهر او لوګو برنامې د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې دوه لویې مرسته کوونکې پرمختیايي برنامې دي او د ښاري حکومتوالۍ د پياوړتیا په برخه کې یې له دغې ادارې سره په ظرفیت لوړونه، پلان جوړونه او یو شمېر نورو مالي برخو کې پراخې مرستې کړې او لا هم دوام لري.
د یادولو ده، چې دا مهال د هېواد په کچه
۱۸۳ ښاروالۍ موجودې دي، چې له ډلې یې ۱۶۰ ښاروالۍ رسمي او پاتې ۲۳ یې غیر رسمي یا موقتې ښاروالۍ بلل کیږي.